نوی ټکنالوژي، پخوانۍ ادارې او کاروبارونه 

ټکنالوژي پر سرعت بدليږي، خو ادارې او کاروبارونه وخت نيسي، زموږ د نن ستره ننګونه د نوو ټکنالوژيو خپلول نه دي، بلکه د خپلو کاروبارونو، مشريو، ادارو، مهارتونو او د ټکنالوژيو د کارولو طريقو بدلول دي، تر څو له معاصرو وسيلو څخه غوره او اغيزمنه ګټه واخلو.

په تاريخي توګه هره ټکنالوژي د چاپ له ماشين څخه نيولې تر بريښنا، او انټرنيټ څځه تر مصنوعي ځيرکتيا د ټولنې له قبوليته وړاندې رارسيدلې ده، لومړی دغه وسيلې خلکو په پراخه توګه قبولې کړي دي، بيا یې ورته د ښې کارونې اصول ټاکلي دي.

ټکنالوژي کال په کال بدليږي، خو ادارې عموماً لسيزې نيسي تر څو ځان ورته عيار کړي، او همدا د دواړو تر منځ واټن دی چې دا ټاکي دغه نوې د ټکنالوژئ وسيله فرصت دی که ستونزه.

د ټکنالوژيو رانيول د سلوکونو له بدلولو آسانه دي

اکثره کاروبارونه او ادارې فکر کړي چې د ټکنالوژيو نوو او معاصرو وسيلو رانيول به دوی په ډيجيټلي توګه بدل کړي، همعصره به يې کړي. خو ټکنالوژي يوازې يوه وسيله ده.

که چيرې خلک د کار هماغه پخوانۍ طريقې کاروي نو بيا ټکنالوژيو يوازې هغه پخواني عادتونو ډيجيټايز کړل. مثلاً، کاغذي فورم پر پي ډي ايف فورم بدليږي، تاييدي او تصديق بيا هم هفتې نيسي، څه چې پخوا وو هماغه اوس هم دي، یوازې به ورته آنلاين ځنډ کړی.

ډيجيټلي وسيلې په اتومات توګه ډيجيټلي ادارې نه رامنځ ته کوي.

ټکنالوژي د سيسټمونو ضعف رابرڅيره کوي، جوړوي يې نه

ټکنالوژي غښتلی نور هم غښتلی کوي، او ضعفونه نور هم راڅرګنده او برڅيره کوي. مثلاً،

  • ضعيفه او بيکاره معلومات او ډيټا پر ضعيفه او بيکاره آنلاين/ ډيجيټال ډيټا بدليږي.
  • ضعيفه او نااهله مديريت پر ګړندي نااهله مديريت بدليږي
  • د کار سستوالی پر آنلاين سست کار بدليږي

ټکنالوژي يوازې هغه سيسټم چې دا ور داخليږي، نورو ته څرګنده او روښانه کوي.

ادارې خلک د پرون ستونزو حل لپاره تياروي

تعلیمي سيسټمونه او ادارې عموماً ډير په کراره بدليږي، روزنيز پروګرامونه اکثراً د پرون بريالئ وسيلې رااخلي، کړنلارې او تګلارې تکراري او پخوانئ ستونزې حلوي، خو ټکنالوژي مخ په وړاندې روانه ده.

د دې له کبله، موږ د يوې پوهې او غوښتنې له خلا سره مخ کيږو، يعنې خلک پر څه پوهيږي او راتلونکی څه غواړي.

د مصنوعي ځيرکتيا له کبله کار بدليږي

مصنوعي ځيرکتيا اغیزه پر پريکړې کولو، مشتريانو خدمتونو، پوهنې او روزنې، روغتيا، پروژې مديريت، عامه خدمتونو او نورو څرګنده ده، خو اوس هم اکثره ادارې او کاروبارونه هماغه پخواني اصول او پروسې کاروي چې لسيزې پخوا رواج وو.

پوښتنه دا نه ده چې آیا مصنوعي ځيرکتيا يا هغې ته ورته ټکنالوژئ به د خلکو سلوکونه او توقعات بدل کړي، ننګونه پکې دا ده چې آیا ادارې کولای شي ځان له دغو وسيلو او د خپلو مشتريانو له بدليدونکو توقعاتو سره برابر کړي.

مشري بايد له ټکنالوژیو سره وده وکړي

پخوا به له مشرانو او آمرينو تمه وه چې د هر څه ځواب ولري، خو نن معلومات بې خرته ډير دي.

د نن ارزښت په ښو پوښتنو کې دی، په ښو او اخلاقي پریکړو کې دی، د بدلون منښت او دوامداره زده کړه کې دی.

له ټکنالوژيو سره د بشري مشرۍ ارزښت مخ په ډيريدو دی، نه دا چې د هغې ځای ونيسي.

مهارتونه له ودانيو ژر زړيږي

اکثره کاروبارونو او ادارو لپاره اوس هم دفترونه، وسايل، زيربناوې او شهرت له خپلو خلکو مهم دی، پر دغو ورته پانګونه مهمه ښکاري، خو اصل زيرمه او پانګونه پر خلکو ده. نن سبا د مهارتونو عمر له پخوا ډير رالنډ شوی دی.

نن دوامداره زده کړه اختياري نه بلکې ضرور دی. که دفترونه مو هر څومره ښکلي وي، که پکې ناست خلک د کار نه وي، پر ودانيو وده او پرمختګ نه کيږي.

ټکنالوژي مخکې او اصول ورپسې دي

ټکنالوژئ لومړی راځي، بيا هغې پسې اصول او قوانين جوړيږي. نن هم ادارې او حکومتونه د مصنوعي ځيرکتيا، محرميت، ډيجيټل پيژندنې، آنلاين امنيت او درواغو، ډيجيټل مالي خدمتونو او نورو لپاره د اصولو له ننګونې سره مخ دي.

ټکنالوژی پر سرعت وړاندې ځي، مقررې عموماً وروسته ورپسې راځي، له ښه حکومتدارئ او پریکړې کولو که په شخصي سکتور کې وي يا په عامه کې، څخه تمه دا وي چې ژر ځان بلد او ګړندي اصول وټاکي.

اعتماد او باور نن ډير مهم دی

هر څومره چې ټکنالوژي غښتلي کيږي، همدومره د سيسټمونو برخه ګرځي، نو ځکه بيا له خلکو سره دا پوښتنې راپيدا کيږي چې آیا پر دغه سيسټم باور کولای شي؟، که خپل معلومات ورکړي دا به ورسره خوندي وي؟، آیا دا سيسټم چې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته دا خدمتونه وړاندې کوي، ما لپاره د منلو وړ دی؟

له باور پرته ټکنالوژي له مقاومت سره مخ کيږي، نن باور او اعتماد د کاروباري سيالئ مهمه برخه ده.

هېوادونو لپاره له ابتکار سره عياريدل هم مهم دي

هر هېواد نوی ټکنالوژي نه جوړوي، خو هر هېواد کولای شي د هغې پر عيارولو بهتره شي. د نن کاروباري سيالي په څرګنده توګه پر ښه تعليمي نظام ولاړه ده، داسې ادارې او کاروبارونه غواړي چې ځان عيار کړای شي، مشري، مقررې، تشبث او د دوامداره زده کړې او فکر غواړي.

هر څومره چې يو هېواد ځان ژر او ګړندی عيار کړي، همدومره يې پر کاروباري ډول ګټه کړې ده.

اصل بدلون د ادارو بدلون دی

کله چې د ډيجيټل بدلون او پرمختګ بحث کيږي، نو ټول تمرکز پر ټکنالوژيو وي، خو اصل بدلون د:

  • پروسو بدلول دي، چې نوي ګامونه په ځان کې راونغاړي
  • د پريکړو ساده کول دي، چې تکراري پریکړې ګړندئ وي
  • د خدمتونو له سره طراحي کول دي، چې د نن عصر ځوابده وي.
  • د نوو مهارتونو زده کړه ده، چې دا نوې وسيلې ښې وکاروي
  • د مسؤلیت منل دي، سيسټم چې تر څو ماهره او مسؤل خلک ونه لري، بیا هم ناقص دی
  • دوامداره بدلون او تجربه ده، څه چې کار ونه کړي د هغې بدلول بايد ستونزمن او شرم نه وي.

ټکنالوژي بدلون ملاتړوي خو د هغې ځای نه نيسي.

هر نسل ته نوی ټکنالوژي په ميراث کې رسيږي، نوې وسيلې کشفيږي. پرمختګ هغوی کړي چې داسې سلوکونه او ادارې رامنځ ته کړي چې ځان عيارولی شي، زده کړه کوي او له نوو بدلونونو سره ځان بدلوي.

ټکنالوژي به راتلونکي ته مزل لنډوي، خو دا ادارې او کاروبارونه دي چې دا ټاکي د ټکنالوژیو له کبله دغه غښتلی شوی مزل يو پرمختګ دی او که چيرې له لاسه وتلی فرصت.

ورته ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا ته چمتو هېواد، غلي کارکوونکي، بې خبره آمر، نن ولې پوهه ژر زړيږي؟، ښه خلک، کمزوری سيسټم، د ژوند څلور تضاده، باور وخت نيسي، خو ژر له لاسه وځي، ټکنالوژي او عقيده، ټکنالوژي او ذهني وده، ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، وخت او مطالعه، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “نوی ټکنالوژي، پخوانۍ ادارې او کاروبارونه ”

  1. […] ليکنی: نوی ټکنالوژي، پخوانۍ ادارې او کاروبارونه،  غلي کارکوونکي، بې خبره آمر ، يوازې پر ښه نيت نه […]

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading