د ژوند څلور تضاده

د ژوند مهم درسونه په خپل ذات کې تضادونه لري، هر څومره چې د يو چا تجربه ډيريږي، همدومره يې پر دې سر خلاصيږي چې ضرور نه ده هر څه دې ستاسې په طبعه برابر وي، ژوند خپل مزل په خپل خوښه کړي.

بشر فکر کړي چې هر څه باید يو دليل ولري، ژوند بايد د يو علت او معلول په رڼا کې پر مخ ولاړ شي. همداسې، که څه پر منطق برابر وي، هغه بايد کار وکړي، خو ژوند داسې نه دی.

د ستراتيژيو، کاروبارونو، مشرئ، مسلکي او شخصي ژوند، اړيکو، شخصي پرمختګ او ودې تر ټولو مهم او حياتي درسونه له تضادونو ډک دي، هدف له تضاد څخه داسې حالت چې په لومړي ليد کې بې ربطه او مخالف ښکاره شي، خو له فکر سره بيا روښانه وي.

a red background with a yellow dotted arrow

دلته له څلورو مهم تضادونو يا پاراډوکسونو يادونه کوو.

۱. د قناعت تضاد

هر څومره چې تاسې د يو چا د فکر بدلولو ډيره هڅه وکړئ، همدومره هغه پر خپله خبره او فکر ټينګ دريږي.

هر څوک غواړي دا احساس ولري چې په خپل فکر کې خپلواکه دی، نو کله چې د فکر دغه خپلواکي وننګول شي، مقاومت رامنځ ته کيږي.

مباحثې او دليلونه عموماً د شتو فکرونو او باورونو د بدلولو پر ځای هغه نور هم پياوړي کوي، خلک يې نور هم کلک رانيسي.

ښه مشران، ښوونکي او مرکچيان پوهيږي چې له دلايلو پوښتنې ډيرې ګټورې وي، نو ځکه دوی پوښتنه کړي، ځان پوهوي يا لږ تر لږه مقابل لوري ته دا ښيي چې غواړي ځان د هغوی د فکر او باور پر لاملونو پوه کړي.

خلک عموماً د هغه څه ملاتړ کړي چې د ده له کبله رامنځ ته شوي وي، نو ځکه پوښتنې او مقابل لوري ته دا احساس ورکول چې زه ځان غواړم پوه کړم، په مقابل لوري کې داخلي احساس او فکر راپيدا کوي، د پوښتنو د ځوابولو پر مهال هغه د خپل فکر او باور پر ارزښت او ژورتيا پوهيږي او د بدلون انګيزه ورسره پيدا کيږي.

مثلاً والدين د دې پر ځای چې پر ځوان اولاد بدلون تحميل کړي، بايد له هغوی وپوښتي تر څو د خپل سلوک پر اړخونو پوه شي او د هغې اغيزې وويني. مشران او مديران د بدلون تحميلولو پر ځای بايد پوښتنې راپيدا کړي، ټولنيزې شبکو کې پراخه بحثونو او دليلونو پر ځای له مقابل لوري پوښتنې وکړئ چې ولې دغه فکر لري او اغيزه به يې څه وي.

د دې پر ځای چې بل قانع کړئ، هڅه وکړئ د خپل فکر او باور په اړه يې پوښتنې او ځان پوهولو ته وهڅوئ، چې څه د دغه فکر او باور باعث او سبب ګرځيدلی دی.

۲. د مشورې تضاد

اکثره وخت خلک مشوره د ځان پوهولو پر ځای د خپل فکر تائيد لپاره غواړي.

مشورې آسانه دي، خو عمل سخت دی. اکثره وختونه مشوره له داسې چا سره کيږي چې فکر کوئ ستاسې نظر تائيدوي او آن هغه څه درته وايي چې له وړاندې پرې پوهيږئ.

تجربه له عمل راځي، يوه مشوره له عمل او اشتباه وړاندې او وروسته مختلف احساس ورکوي، نو ځکه د مشورې وخت مهم دی. يو څوک به بهترينو معلوماتو او مشورو ته لاسرسی ولري، خو عمل به پخپله کوي، او د هغې نتايج به هم خپله زغمي.

مثلاً د مسلک ټاکنه، د کاروبار پيل، اړيکې او خپلوئ، مالي اشتباهات، مسلکي يا شخصي سفرونه او نورو لپاره ښايي يو څوک ډيرې مشورې وکړي، خو عمل به بيا هم پخپله کوي، د عمل هیڅ بديل نه شته.

نو ځکه، که مشوره ورکوئ له تدبره او ځان پيژندنې کار واخلئ، او که مشوره اخلئ هڅه وکړئ له بیلابيلو اړخونو يې وڅيړئ، او په پای کې منل او عمل د هر چا شخصي کار دی.

۳. د هڅې تضاد

هڅه او زحمت ګټور وي، خو يوازې هڅه به مو په ستره کچه بريالي نه کړي.

موږ ټول د هڅو او کوښښونو پر ارزښت پوهيږو او قدر يې کوو، خو له هڅې سره لوری هم مهم دی، يوازې پر دې نه ده چې څوک دې څومره زحمت باسي، مهمه دا ده چې چيرې او پر څه يې باسي.

خلک ښايي پر غلطه ستونزه ډير کار وکړي، پر داسې څه چې ممکن د ده له وسه لوړه وي، د ده اړوند نه وي، دا يې مهارتونه ونه لري. نو ځکه، سيسټمونه، ظرفيتونه، وخت، اغيزمنتياوې او فرصتونه ټول پر نتايجو اغيزمن دي.

ټول بريالي خلک زحمتکشه او خواريکښه دي، خو ټول خواريکښه او هڅانده خلک بيا بریالي نه دي. زحمت او هڅه د برياليتوب امکان ډيروي خو باوري کوي يې نه.

مثلاً کاروبارونه په داسې بازار کې زحمت باسي چې هیڅ خريدار نه لري. زده کوونکي د ځان پوهولو پر ځای هر څه پر يادو يادوي. کارکوونکي ټوله ورځ مصروفه وي خو د ګټې او ارزښت يې هيڅ درک نه وي. ادارو/کاروبارونو/ شرکتونو فعالیتونه ورځ‌تر بلې ډيريږي، خو ستونزې بیا هم پر خپل ځای پاتې وي.

زحمت وباسئ، هڅه وکړئ، خواريکښ واوسئ، خو سم او اصل شی وپيژنئ او پر هغې کار وکړئ.

۴. د ذکاوت تضاد

هر څومره چې د يو چا عقل او ذکاوت ته اړتيا ډيره وي، همدومره ترې ليرې تښتي.

ذکاوت، هوښيارتيا او عقل له تجربې راځي، او تجربه له پریکړې او عمل وروسته وي. ځوانان چې دغې هوښيارتيا ته تر ټولو ډيره اړتيا لري، له هغو تجربو او عملونو نه دي تير شوي چې د دغې تجربې پر ارزښت پوه شي.

پر عمر پاخه او سپين ږيري عموماً دغه هوښيارتيا لري، خو د دغو تجربو د انتقال او ليږد توان نه لري، نه پوهيږي څرنګه ځوانان پوه کړي چې ستاسې ستونزې او ننګونې څه دومره نوې نه دي، موږ هم له همدغو ازميښتونو تير شوي يو.

وروسته پاتې ټولنې او ادارې هماغه پخوانۍ ستونزې او ننګونې په نوي شکل کې تجربه کوي، هر نسل يې هماغه د پخواني نسل له ننګونو سره مخ وي. يو نسل يې دې ته نه کيني چې له پخوانيو واوري او شته ستونزې نن حل کړي او د سبا ننګونو لپاره چمتو شي.

مثلاً، د مسلک ټاکنه کې اکثر د خپلو مشرانو او خپلوانو مسلکونو پسې ځي. مشران هماغه د پخوانيو مشرانو پر پل روان وي، نوي څه نه کړي. مالي نظم که پخواني نسل کې نه وو، نوی نسل يې هم نه زده کوي. که ټکنالوژي پخوا بده وه نن هم بده ده، که پخوانيو واردوله، نو نن يې بايد هم وارده کړو، خپله به هیڅ جوړوو.

له تجربه لرونکو يې واورئ. له نورو يې زده کړئ. د تجربې بيه ډيره لوړه ده، خو که څوک هوښيار وي، له بل چا يې ډيره په ارزانه او آسانه زده کولای شي.

دا ټول بحث مو يو لوري ته بيايي، چې:

  • خلک د بيروني فشار او قناعت له کبله نه بدليږي
  • خلک له مشورو زده کړه نه کړي
  • خلک يوازې د زحمت او ډير کار له کبله نه بریالي کيږي
  • خلک له تجربو او عمل پرته نه هوښياريږي

نن موږ په دوامداره توګه کافي معلوماتو، نظرونو، مشورو او وسيلو ته لاسرسی لرو. څه چې نه شته هغه سر خلاصول او ځان پوهول دي.

او ممکن دا د ژوند تر ټولو ستر تضاد وي، چې زموږ درک او پوهه يوازې هغه وخت راځي کله چې يې نور اړتيا نه وي، يعنې تل دغه ارمان راپاتې وي چې کاشکی پر دې مې لومړی فکر کړی وای يا له اوله پرې پوهيدلای.

هغه زموږ د مشرانو متل چې کاش وروستی عقل مې لومړی وای.

ورته ليکنی: غښتلتياوې به مو ممتاز کړي،  له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading