ټکنالوژي مو له زحمته خلاصوي، خو پر هغه کمال به څه کړئ چې زحمت غواړي 

ټکنالوژي له دې اړخه مهمه ده چې بنده له بې ځايه کړاوه او هڅو ساتي. خو ځيني هڅې بيا بې ځايه نه دي، دا د مهارت، ښه او بد پيژندنې، زغم او وړتيا رامنځ ته کولو برخه ده، هغه ګامونه دي چې له هغې پرته څوک کمال ته نه رسيږي.

يوه زمانه کې به په ښوونځيو کې پر زده کوونکو پاړۍ زده کيدې، له دوو نيولې تر لسو خو به د هر چا دا د ضرب ترتيب زده وو، له ځينو ټولګيو چې به تيريدی همدا «يو په دوه کې دوه، دوه په دوه کې څلور» غږونه به راتلل. په ښوونځيو کې د حساب ماشينونه هیڅ نه کاريدل، خو نن سبا همدا زده کوونکي د مصنوعي ځيرکتيا پر مرسته د کلنيو ازموينو پوښتنې حلوي.

د ځايونو موندل راواخلئ، چا ته چې به مو ځای ښوده، نو کلی، جومات، ښوونځی او بازار به ياديده، نن سبا په واټس آپ کې لوکيشن ليږل کيږي. املا، ليکنې، مطالعه او همداسې نور ډير مهارتونه اتومات شو. نن سبا خو دغه د دولتي مامورينو مکتوبونه هم چيټ جي پي ټي شوي دي، هغه ورته مکتوب وليکي، مامور يې چاپ او ټاپه شوی درپسې راوليږي. آن د کمپيوټر زده کړه هم پخپله کمپيوټر درښيي، ستونزه لرئ، چيټ جي پي ټي يې درته په ثانيو کې درښيي چې څه وکړئ.

دلته پوښتنه دا ده چې که چيرې د يو چا لپاره د ټکنالوژئ وسيله د يوه مهارت هغه ستونزمنه او سخته برخه سر ته رسوي، نو پر مهارت څه وشو؟ 

A wooden man pushing a rock with his hands

هر کړاو يو ډول نه وي، مثلاً د بريښنا بل تاديه کوئ، نو ضرور نه ده چې ټوله ورځ مو د بانک پر قطار ضايع شي، عامه خدمت لپاره کوم فورم ډکوئ، ماليات ورکوئ او نور تکراري کارونه، دلته د دغه کړاو له منځه وړل ښه دي. ټکنالوژي بايد دا پروسې آسانه کړي.

خو، که څوک کمال ته رسيږي نو بيا به کړاوو او زحمت تيروي. د خپل مسلک هر اړوند اړخ به تکراروي، په زده کړه کې به يې له سرخوږئ او درده تيريږي، د ستونزو حلول به زده کوي، بيا بيا به هماغه يو کار کوي، تر څو چې دا وړتيا پيدا کړي چې دا هر تکرار او کړاو ورته آسانه او دا ورسره عادت شي.

فکر وکړئ يو څوک ورزش کوي، تمرين ته ځي، دا شخص هلته دا تمه نه لري چې دا ماشينونه به د ده لپاره دا وزنونه اوچتوي يا بل څوک به د ده لپاره تمرين کوي او ګټه به يې ده ته رسيږي. دغه د وجود مقاومت پخپله د زده کړې او بهترئ بيه ده.

زده کړې او پرمختګ لپاره کړاوو او سخته ستونزه نه ده، بلکه همدا زده کړه او د هغې برخه ده. تر څو چې ترې تير نه شئ، پرمختګ نه شته. 

ځای موندلو ته فکر وکړئ، د ځای موندلو جي پي ایس پروګرامونه ډير ګټور دي، خپل ځای ته مو پر مترونو لنډوي، خو له کبله يې موږ له خپل ښاره او چاپيرياله ناخبره يو، شاوخوا هیڅ نه ګورو، پر يو ځای به څو ځل تللي راغلي يو، خو هیڅ‌به ورته متوجه شوي نه يو.

همدا د ځايونو موندلو سخته وه، چې موږ يې له خپل چاپيريال سره بلد کړو، که دا سخته له منځه ولاړه، زموږ پر وړتيا به څه کيږي؟ 

ليکل راواخلئ، که ټولنيزو شبکو پاڼې پرانيزئ، نو د لیکلو يو څرګند ډول درته ښکاري، هر څوک يو ځانګړي ډول لیکنې کړي. له لږې پاملرنې سره له ورايه پوهيږئ چې پر مصنوعي ځيرکتيا ليکل شوی متن دی، له اعلانونو نيولې تر عادي ليکنو کې د دغو وسيلو اغيزه څرګنده ده.

ستونزه د دې وسيلو کارول نه دي، خو ليکل يوازې د قلم او کتابچې بحث نه دی، بلکه ليکل د فکر نظم، د معنا او مفهوم ارزښت، د شواهدو او نورو مطالعو راټولول او پر خپل منطق او فکر د هغې برابرول او نورو ته وړاندې کول دي. که دا هر څه ټکنالوژي وکړي نو لیکوال ته څه پاتې شو.

د معلوماتو او پوهې تر منځ توپير شته. د يو څه په اړه کتابونو کې لوستل آسانه دي. ښه بيلګه يې پر سياست يا کاروبارونو بحث دی، يو څوک پر ساعتونو پر سياست غږيدای شي، د نړۍ او هېوادونو سياسي حالات تر ټيټې کچې ارزولی شي، خو که د يوې ټيټې کچې مسؤليت وروسپارې، بيا يې له توانه خبره وتلې وي.

همداسې، کاروبارونه راواخلئ، پر کاروبارونو هر څوک غږيږي، خو که بيا ورته وواياست چې ولې کاروبار نه کړي، سره لدې چې ښه به يې زړه کيږي او اوسنی مالي حالت به يې هم ايجابوي چې بايد يو کاروبار ولري، نو بيا ورته لار ورکی وي چې له کومه يې پيل کړي.

ټکنالوژي کولای شي هر څه وارزوي، د هرې موضوع په اړه ښه مسلکي او تشريحي معلومات درکړي، خو زحمت او عمل بيا هم د بنده دی. 

نن له ټکنالوژیو پرته نه کيږي، نو ځکه غوره استعمال يې دا دی چې تکراري او عادي کارونه بايد اتومات شي، د هغې لپاره باید ټکنالوژي وکارول شي، خو ظرفیت او وړتيا به بيا هم د بنده وي.

هڅه بايد وشي چې د ټکنالوژيو پر کارولو انسان ځان ته ژوند آسانه کړي، تر څو يې زغم او د زړه زور هغه څه ته پاتې وي چې د ده پاملرنه او توجه غواړي.

نو ځکه مخکې لدې چې يو څه لپاره چيټ جي پي ټي ته کينئ، له ځانه وپوښتئ چې آیا يوازې غواړم دا کار پوره شي يا ورسره غواړم چې پرې پوه هم شم چې دا کار څرنګه کيږي؟ 

ټکنالوژي بايد موږ له بيځايه کړاو او زحمت خلاص کړي، خو له هر زحمته مو نه خلاصوي. ځينې کمالونه لکه پر ښو او بدو پوهيدل، ستونزو پيژندنه او ارزونه، اړيکې او ابتکار، خبرې اترې، د خلکو او چاپيريال پيژندنه، جرګې او مرکې، زغم، پر ځان باور او د خپل مسلک څوکې ته رسيدل او نور زحمت غواړي او د همدې کړاو او زحمت برکت وي چې يو پکې له نورو ممتاز وي.

ورته ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا ته چمتو هېواد، ښه خلک، کمزوری سيسټم، ټکنالوژي او عقيده، ټکنالوژي او ذهني وده،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading