زموږ په عمومي توګه ستر اهداف خوښيږي. ښې مؤسسې، غښتلي کاروبارونه، توانمنده ادارې، باسواده خلک، پاک او منظم کلي او ښارونه، غوره خدمتونه، پرمختللی هېواد او روښانه راتلونکی غواړو. مشران هم اکثراً دا ستر اهداف خرڅوي، دوی د بدلون، بهترئ، پرمختګ، کيفيت او اوږد مهاله ودې او ښه والي په اړه غږيږي.
ستر فکر او اهداف نقص نه لري، او په واقعيت کې له ستر هدف او لوري پرته کوچني بدلونونه او بهترئ په اسانه خپله لاره ورکوي او پر ناانډوله او بې ترتيبه فعاليتونو بدليږي.
خو، دغه بدلون يو بل اړخ هم لري، چې عموماً په لوړه کې پرې سترګې پټيږي، خلک پر سترو اهدافو او موخو پوهيږي، خو يوازې هغه وخت يې پرې سر خلاصيږي چې کله يې په کوچنيو شيانو کې وويني.
ښايي يوه اداره ستره شل پاڼې ستراتيژي ولري، راتلونکي لسو کلونو لپاره به اوږدمهاله ليد ولري، مشران به د بدلون او الهام په اړه غږيږي، خو له يو ټيټ پوړي مامور سره به ډيره ساده پوښتنه وي چې، زه کله سبا کار ته راشم، نو څه به بدل شوي وي؟
مراجعينو او مشتريانو سره به پوښتنه وي چې څه به آسانه شي؟ له عادي بنده سره به پوښتنه وي چې زما په ژوند کې به څه بدلون راغلی وي؟
پر هند انګريزانو دوه سوه کاله پاچاهي وکړه، خو د ګاندي بدلون له يوه ساده ګامه پيل شو. د ګاندي او د هغه د ملاتړو هدف ستر وو، خو د دې پرځای چې دا خپل اهدافو او لوری د سترو ويناوو او نه اندازه کيدونکو اهدافو له لارې بيان کړي، هغه يوه ساده څه ته لاسه واچوه چې د ټولو کاريده: مالګه.
مالګه شتمن او بيوزله ټول کاروي. د هر کور برخه ده او هلته هم وه. د هغه زمانې انګريزانو د مالګې پر توليد او خرڅ ماليات ايښي وو، چې ټولو لپاره يې دا عادي توکی له اړتيا ډير مهم کړی وو. ګاندي په ۱۹۳۰م کال کې له خپلو ملاتړو سره د سمندر غاړی ته ولاړ، مالګه يې جوړه او خپل منځ کې يې وويشله او په څرګنده توګه يې وويل هغه څه چې زه يې جوړوم، ويشم او د دې هېواد دي، ولې پرې اشغالګرو انګريزانو ته ماليه ورکړم.
سياسي لوري پسې يې نه ځو، د هند په څير د ستر هېواد د خپلواکۍ او بدلون مزل له همداسې کوچنيو ګامونو پيل وو. ستر فکرونه او اهداف هغه وخت آسانه شي کله چې يې خلک لنډ احساس کړي، ويې څکي، پوه شي چې په کوچنيو ګامونو ويشلی او لاسته راوړل کيدای شي.
د دې پر ځای چې کارکوونکو ته د ادارې بهترئ او غوره والي په اړه ساعتونو خبرې وشي، ساده ګامونه وروښاياست، چې مراجعينو ته څرنګه ژر ځواب ورکړي، څرنګه تائيدي ژر واخلي، څرنګه پروسې ساده کړي، څرنګه هغه څه چې اونۍ نيسې ورځ ته راټيټ کړي.
دا ادارو لپاره د مالګې بيلګې دي. دا هغه سترې ننګونې چې کاروبارونه، ټولنې او کورنۍ ورسره مخ وي، پر ساده او اندازه کيدونکو ګامونو ويشي.
په يوه بله بيلګه کې، د يوه غربي هېواد ښاريان د ښار له چټلئ او ګډوډئ بيزاره وو، خو ټول سره په يوه فکر نه راټولیدل، له دوی څخه يو يې چې ځان يې د ښاروال چوکئ ته نوماند کړی وو، هر څومره چې تقريرونه وکړل، څوک ورسره ونه دريدل، خو په اخيره کې يې يوه موضوع ته پام شو.
موضوع دا وه، هغوی چې په کور کې سپی لري، د چکر لپاره يې بهر پارکونو ته راباسي، خو په پارکونو کې دا سپي مرداري کوي او د دوی څښتنان د خپلو سپيو مرداري نه پاکوي، او لدې څخه پارکونو ته تلونکي ټول مراجعين په تکليف دي، داسې يوه ستونزه ده چې هر چا ته ښکاري، خو څوک يې په اړه څه نه وايي او نه پوهيږي څه وکړي.
دغه نوماند، همدا ټکی راواخيست او خلکو ته يې ورساوه چې که چيرې ده وګټله نو د سپي د مرداريو ټولولو لپاره به قوانين جوړ کړي، او څښتنان به يې مجبور کړي چې يوه چاره يې وکړي. ده نور بدلونونه غوښتل، خو لدې ټکي يې پيل واخيست او خلک يې پر ځان راټول کړل.
هر کله چې يوه اداره، کاروبار يا ټولنه بدلون غواړي نو عمومي ستونزې به لټوي، داسې څه چې ټول ترې اغيزمن دي. په يوه کاروبار يا اداره کې به هره څانګه ستونزې ته له خپل اړخه ګوري، هر يوه سره د هغوی پر نظر بدلولو کار کول وخت نيسي او ښايي نتيجه هم ورنه کړي.
خو که چیرې اساسي ستونزو ته راشي نو ممکن ټول ترې اغيزمن وي، ممکن دې ته وګوري چې اجراات ځنډني دي، مياشتني راپورونه پر وخت نه راځي، ګمارنه سمه نه ده، هره ستونزه چې وي، کله چې عمومياتو ته راشو، نو ټول پکې ځان ويني.
له همدې ځايه يې پيل کړئ، له داسې ځايه چې ټول ترې اغيزمن دي. هر لوری ويني چې بدلون ممکن دی، ښه والی راځي او باور رامنځ ته کيږي، له کوچنيو حلونو پراخه ستونزو حل ته ځو.
د دې پر ځای چې له پيله ستر اهداف او ليد بيان شي او بيا هر يو پريږدي چې په خپله يې تعبير کړي. مشر کولای شي عمومي لوری وټاکي، ټولو ته ستر هدف تعريف کړي. بيا يې له داسې لارو چارو پيل کړي چې د هغې هدف په رڼا کې د دوی ورځنی ژوند ښه کوي، او پر هغه ټکو ټول سره راټول شي چې له کوچنيو ګامونو سره د دوی چارې ښې کيږي او ستر هدف په لور کار کوي.
کوچنی د بې ارزښته پر معنا نه دی
يو څه ته بايد پام وکړو چې پر کوچنيو چارو تمرکز بايد د پيچليو او ستونزمنو ننګونو او ستونزو پر حل سترګې پټول ونه اوسي. دا کوچني ګامونه بايد سترو اهدافو په لور وي، ګام په ګام موږ هلته ورسوي.
له لوري پرته کوچنی عمل يوازې يو فعاليت پاتيږي، چې هره ورځ سر ته رسيږي، خو هیڅ ځای ته نه رسيږي. له کوچني عمل پرته لوری يا ستر هدف يوازې تقرير پاتيږي، چې يوازې خلک احساساتي کوي او نتيجه يې هيڅ وي، دواړه بايد سره ونښلي او دوام وکړي.
د چينايانو متل دی چې د زرو ګامونو مزل له لومړي کوچني ګامه پيليږي. هر ستر هدف پيل غواړي او هر پيل لوری غواړي، ښه مشر دواړه سره نښلوي او له ځان سره نور هم هماغه لوري ته بيايي.
ورته ليکنی: مسؤلیت، صلاحيت هم غواړي، وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، اصول په يوازې سلوک نه بدلوي، د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط، ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي، ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړي، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، مشري: مشوره، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






Leave a Reply