له سخت بحث څخه د ډډې بيه

موږ له ډيرو داسې حالاتو سره مخ کيږو چې سخت بحث او غږيدا غواړي، خو ډير ترې ډډه کوي چې بيا به شي. دا د نن بحث سبا ته پریښودل ښايي په لنډه کې آرامه او آسانه ښکاره شي، خو سبا به موضوع لدې هم جنجالي او ستره وي.

فکر وکړئ تاسې له خپل يو همکار، کاروباري شريک، کورنۍ غړي، ملګري يا کوم بل چا څخه ګيله من ياست، خو د دې لپاره چې دا خپلمنځي اړيکه مو خرابه نه شي، يا پر شاوخوا حالاتو بده اغېزه ونه کړي، له بحث څخه ډډه کوئ.

ستونزه له منځه ولاړه نه، بلکې يوازې يې شکل بدل کړ.

دا پر اصل موضوع غږیدا څخه ډډه له بیرون څخه سمه ښکاري. دوه نفره به سره ناست وي، احترامانه به غږيږي. خو د دوی تر منځ به اخلاص، باور او همکاري مخ په کميدو وي.

په کاري چاپيريال کې يوه څيړنه ښيي چې خلک لدې کبله پر ستونزمنو موضوعاتو له بحثه ډډه کوي چې د دوی په فکر ممکن د شرم، قهر، مخ اړولو یا تعلق د خرابيدو سبب شي، خو پر ستونزه سترګې پټول استثناً هغه له منځه وړي او آن ځينې وختونو کې تعلق نور هم خرابوي.

Two heads connected by a swirling line representing thought

دا پر ستونزو د سترګې پټولو بيه عموماً مستقيمه او سمدلاسې نه وي بلکې د کرکې، کينې، پر خبره ځان نه پوهول، دوامداره اشتباهات، ټيټ باور، پريکړو وروسته کول، کاري ځای خرابوالی، تر منځ د اعتماد نه شتون او د نورو په شکل کې اوږدمهاله او غیر مستقيمه وي.

پر هغه بحث چې نن موږ سترګې پټوو، عموماً د يوې سترې او جنجالي ستونزې په توګه سبا سر رااوچتوي.

په اکثره کورنيو کې عموماً مشر ته د احترام، خپلوانو نه خپه کول يا خپلويو پاللو په نامه سخته خبره نه کيږي يا موضوع نه څيړلی شي، خو همدا کوچني کوچني ټکي بيا د اوږدمهاله کرکې سبب ګرځي، او خلک ګيله من وي چې نن هغه پخوانۍ مينه او يوځای اوسیدنه نه ده پاتې.

درناوی، زغم او پر ځان واک لرل زموږ غښتلتياوې دي، او دلته هدف له دوی څخه انکار نه دی. خو د درناوي له مخې چپ پاتې کيدل خپل هدف لري او له ويرې چپ پاتې کيدنه بيا دوامداره تاوان لري.

له کاروباري نقطه نظره، ممکن دوه شريکان د کار پر طريقه، پيسو يا زحمت سره وران شي. که مستقيماً يې يو بل ته ونه وايي خو بیا يې هم په زړه کې ساتي. دوی يو بل سره پرې نه غږیږي او همدې کې مياشتې تيرې شي. اخيره کې خبره چې له يوه کوچني ټکي پيل شوې وه، ټول کاروبار ګواښي، ځکه چې دوی په پيل کې پر هغه کوچني ټکي ونه غږيدل او موضوع يې حل نه کړه.

په دفتري چوکاټ کې يو مدير/آمر ويني چې همکار يې په دوامداره توګه کار ځنډوي، د هغې له کبله د نورو کار هم وروسته پاتې کيږي، خو دا يې ورته نه وايي، ځکه چې مامور حساس دی او ممکن خپه شي. له کبله يې نور هم دا عادت خپلوي، يا لږ تر لږه دا فکر عام کيږي چې مدير هر چا ته په يوه سترګه نه ګوري.

څيړنې ښيي چيرې چې خلک ونه شي کړای خپل نظر، انديښنې او فکر په آرامه توګه بيان کړي، هلته بيا د مهمو معلوماتو پټولو رواج هم عام وي، يعنې نه يوازې دا چې خلک خپل نظر نه بيانوي بلکه کلیدي معلومات هم له ځان سره ساتي او تر څو چې مجبور نه شي له نورو سره يې نه شریکوي.

چپ پاتې کيدل يوازې د منلو پر معنا نه دي، ځينې وخت خلک له ويرې، ستړيا يا بې پروايي هم چپ پاتې کيږي او له هرې خبرې سره سر خځوي.

خو، دا پدې معنا نه ده چې خلک خپل نظر نه بيانوي، بلکه فکرونه له نورو نامناسبو لارو ځان راښکاره کوي، مثلاً ملنډې وهل، عموماً هغه ځايونو کې چې پر يو بل ملنډې عام وي، هلته پټه ستړيا هم وي چې خلک خپل نظر مستقيماً نه شي بیانولای، نو لدې لارې خپله ناخوښي يا نظر بيانوي. د همکارئ سستوالی، د معلوماتو نه شريکول، غیبتونه، د کارونو هيريدل، اړيکو نه ساتنه يا له يو بل څخه واټن ساتل دا ټول د ويرې له کبله د چوپتيا نښې دي.

څه باید وکړو

خو، له سختو خبرو څخه نن ډډه د هغې پر حل د سترګې پټولو پر معنا نه ده. بلکه ممکن لدې کبله هم وي چې نن د موضوع په اړه ټول احساساتي دي، او ښايي راتلونکي کې آرامه شي، نو ځکه مخکې لدې چې پر يوه موضوع چپ پاتې شئ له ځان څخه وپوښتئ چې،

  • آیا دا موضوع به راتلونکې اونۍ هم همدومره مهمه وي؟
  • آیا دا سلوک به په راتلونکي کې هم دوام وکړي، يا يوازې همدا يو ځل وو؟
  • آیا دا زما چپ پاتې کيدل خو د کوم چا پر تاوان نه دي؟
  • آیا دا بحث به سبا لدې هم سخت وي يا له زمانې سره به آسانه شي؟

بحث بايد پر موضوع متمرکز وي، نه چې شخص ملامته کړو. بحث د موضوع د حل لپاره وي، که نن هغه شخص دومره ملامته او پړ وګڼئ، نو ممکن موضوع به حل کړئ خو له شخص سره به مو اړيکه له منځه تللي وي.

نيت له اغېز بيل کړئ، ممکن يو څوک به قصداً د بل د ازارولو نيت ونه لري، خو بيا هم عمل يا وينا به يې ازاروونکې وي. سختې خبرې ډيرې آسانيږي کله چې تاسې د بل پر نيت شک ونه کړئ، او هغه د ښه نيت شخص وګڼئ.

اوريدنه د غږيدا برخه ده، له بحث او غږيدا څخه هدف ګټل نه وي، بلکه ځان پوهول وي، او د هغې لپاره اوريدنه مهمه ده. پر دې بايد ځان پوه کړئ چې مقابل لوري څه وايي او ولې.

ځينې وخت موږ له دې کبله له سخت بحثونو او غږيدا ډډه کوو چې تعلق به مو خراب شي. خو که چيرې دا بحثونه وانه اوسي، نو ممکن له وخت سره همدا چوپتيا به دا اړيکه له منځه يوسي. که چيرې يوه اړيکه دومره غښتلې او ټينګه نه وي چې له سختو خبرو اترو روغه راوزي، نو دا تعلق له وړاندې کمزوری وو.

چوپتيا او آرامتيا يو څه نه دي. يو څوک به چوپ وي، خو آرامه به نه وي. خو يو څوک به نن په يو تعلق کې له سختو خبرو اترو تيريږي، اما سبا به بيا په همدې اړيکه کې آرامه او خوښ وي.

ستونزې پر چپ پاتې کيدو نه حليږي، له متقابل احترام سره ريښتونې بحث غواړي چې مقابل اړخونه د يو بل پر هدف پوه او ټولو ته د منلو وړ يو حالت ته ورسیږي.

ورته ليکنی: کاروبار: هر څه د بحث وړ دي، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، چې عادي شو، نه يې پوښتو، پوهه: پر کومه بيه، وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، ښه مشر د نورو اوري، خو نهايي پريکړه پخپله کړي، له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  مشري: مشوره، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

ځواب دلته پرېږدئ

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading