کله چې دا د ويبپاڼو او معلوماتي ټکنالوژيو باب نوی شروع شو نو هلته يوه ستره دعوه دا وه چې دا وسيلې به وکولای شي چې مشتريان يا مصرفوونکي مستقيماً له جوړوونکو يا تولیدوونکو سره ونښلوي، او د دوی تر منځ دغه منځګړي به له منځه ولاړ شي.
خبره خو رښتيا شوه، منځګړي له منځه ولاړل، اوس خلک کولای شي مستقيماً له تولیدوونکو يا خدمت برابروونکو سره په اړيکه کې شي، خو دلته نور منځګړي منځ ته راغلل او هغه دا ستر ډيجيټل پليټفورمونه يا د اړيکو ځايونه دي.
مثلاً،
- که سفر کوئ نو کولای شئ چې مستقيماً آنلاين ټکټ واخلئ، هوټل کې ځای ونيسئ او سفر تنظيم کړئ، خو دا ټول به د سفر تنظيموونکو او ټکټ پلورونکو ويبپاڼو له لارې کوئ.
تيار کړې خوراک غواړئ، نو ريسټورانټونه يې درته مستقيماً کور ته رارسوي، خو دا چاره به د ځانګړو کوچنيو کمپيوټري پروګرامونو له لارې کوئ. - ليکوال يا روزونکي ياست، غواړئ خلکو ته خپل پيغام ورسوئ، نو فيسبوک، ټيک ټاک، يوټيوب، ليکنډان او نور به کاروئ.
- که کمپيوټر پروګرام جوړونکی ياست، نو مجبوراً د ايپل يا انډرويډ د پروګرام ويشلو ايپ سټورونه به کاروئ.
- همداسې که آنلاين کاروبار لرئ نو ډير امکان دې ولري چې علي بابا يا امازون به کاروئ.
- آنلاين پيمنټ يا تاديات غواړئ، نو د دغو خدمتونو برابروونکو پر سيسټمونو به اتکا کوئ، او که چيرې د کومو ملحوظاتو له کبله مو هيواد يا شرکت شکمن شو، نو پيسو به مو بیا په هوا کې بندې پاتې وي.
دا نوي منځګړي عموماً د پخوانيو په پرتله غښتلي دي، ځکه چې نړيوال او پراخه لاسرسی لري. دا د يوې کوڅې يا ښار عمده فروشان نه دي، بلکه ميليونونو خلکو ته کولای شي ستاسې محصول او پيغام ورسوي.
د او اي سي ډي څيړنه ښيي چې دا آنلاين وسيلې کولای شي کوچنیو او متوسطو کاروبارونو سره مشتريانو ته رسيدنه آسانه کړي، خو ورسره د لوړو فيسونو، الګوريتمونو بدلون، حساسو کاروباري معلوماتو په لاس کې لرلو او پر دوی باندې د اتکا خطر هم لري.
مثلاً، د امازون له ۶۰٪ لوړ خرڅلاو له کوچنيو او متوسطو کاروبارونو راځي. لدې ښکاري چې يوازې دا يو جوړښت څومره دغو کاروبارونو ته مهم دی، خو ورسره د اتکا خطر هم لري، چې څومره ډير پرې متکي دي.
د ايپل ايپ سټور مثال راواخلئ، چې له پروګرام جوړوونکو څخه د هغوی د عاید نږدې ۳۰٪ د خپل خدماتو د فيس په نامه اخلي. يعنې يوازې د دې لپاره چې د دوی د وسيلې له لارې خلکو ته رسيږئ، خپله درېيمه برخه به دوی ته ورکوئ.
په کاروباري لحاظ د شبکې اغيزې يو اصل شته، يعنې هر څومره چې ډير خلک يو څه کاروي، همدومره د هغې ارزښت او ځواک ډيريږي، نور خلک ورته مراجعه کوي، او همداسې مخ په وده درومي. مخابراتي شبکو سيم کارتونه يې ښه بيلګه ده، خپلې، کورنۍ او دوستانو ټليفون شميرو ته وګورئ، ډير امکان دې ولري چې ټولې دې د يوې شبکې وي، تر څو پر تاسې مصارف کم راشي يا کارول يې درته آسانه وي. دغه شبکې بايد يوازې پر يو نفر خپل سيم کارت خرڅ کړي، نور د هغې شاوخوا خلک يې پخپله اخلي، تر څو دې يو نفر سره اړيکه اسانه او ارزانه وي.
ډير خلک دې ته خوښ وي چې پر فيسبوک په لسګونو زره ملاتړي لري، خو که سبا همدا فيسبوک له منځه ولاړ يا ستاسې لاسرسی يې محدود کړ، نو بیا به څه کړئ؟
يا د کاروبارونو لپاره مهمه پوښتنه دا ده چې ستاسې مشتريانو ته لاسرسی له کومې لارې دی؟ او د چا په واک کې دی؟ که چيرې دغه وسيلې ستاسې له مشتريانو سره د اړيکې يوازينئ لار وي، نو سبا که د دوی الګوريتمونه بدل شو، بیا به څه کړئ؟
دا وسیلې بدې نه دي، او نه يې موږ پر ارزښت سترګې پټوو، خو ښايی غوره او ښه استعمال يې دا وي چې ځان پرې سل په سلو کې متکي نه کړو او که چيرې سبا نه وي، نو بیا هم د کاروبار يا خپل ځان دومره څه راپاتې وي چې له سره يې له بلې لارې پر پښو ودروو.
ورته ليکنی: پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي، اسانه ژوند، خو پر کومه بيه، مصنوعي ځيرکتيا ته چمتو هېواد، ښه خلک، کمزوری سيسټم، ټکنالوژي او عقيده، ټکنالوژي او ذهني وده، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟






Leave a Reply