څو کاله وړاندې به چې مو معلومات په کار وو، نو انټرنېټ براوسر به مو پرانیسته، او عموماً په ګوګل کې به مو خپله پوښتنه وليکله، مناسبې ويبپاڼې ته به ولاړئ او خپل د لوست ځای به مو معلوم کړ.
خو، نن دا کیسه چپه شوې ده، تاسې فيسبوک، ټيک ټاک، ټويټر، يوټيوب، انسټاګرام يا بل پرانيزئ، کومه خاصه پوښتنه هم نه لرئ، هسې تنګ شوي ياست. دغه وسيلې سمدلاسه دا درته ټاکي چې څه بايد وګورئ. څه به مو ساعت تير کړي.
دغه د دوی لخوا ټاکنه زموږ لپاره د اخبار مسؤلینو کار کړي، پخوا به دا دنده د اخبار او ورځپاڼو مسؤلینو وه چې څه بايد چيرې چاپ شي، خو نن دا الګوريتمونه دا ټاکي چې تاسې بايد څه ووينئ يا ولولئ.
دا چاره یوه ګټه لري چې الګوريتم پوهیږي زموږ څه خوښيږي، هغه پریږدي او بې ځايه محتوا ليرې کوي. د وخت له تيريدو سره دغه آسانتيا پر يوه محدوديت بدليږي، تاسې يوازې هغې محتوا او فکر سره مخ کيږئ چې ستاسې پر طبعه برابر وي، مخالف نظر له منځه ځي. او که بيا چيرې له کوم اندکه مخالف نظر سره هم مخ شئ، نو بيا له ضرورته لوړ غښتلی غبرګون ښيي.
فکر وکړئ يو څوک فيسبوک پرانيزي چې که چيرې کوم پيغام ورته راغلی وي، نيم ساعت وروسته يې پکې خبرونه هم لوستي وي، يو نیم ويډيو کليپ يې هم ليدلی وي، له ګرمو بحثونو او وچو ستغو هم تير شوې وي، اعلانونه يې هم ليدلي وي، د سپورت يو نيم کليپ يې هم مخې ته راغلی وي، دا په داسې حال کې چې دا يو هم ده نه غوښته خو، سيسټم ده ته د ده د پخوانۍ خوښې پر اساس رامخته کړي دي.
پوښتنه دا ده چې آیا دا محتوا ده خوښه کړې وه، يا دغو سيسټمونو ده لپاره پر دې فکر راوړاندې کړې وه چې د ده به خوښه شي؟
دغه الګوريتمونه د بشر ملګري نه دي، دا يوازې دې ته ګوري چې څه مو پاملرنه جذبوي، څه ته دريږئ، پر څه کليک کوئ، څه ته ځواب واياست، څه شریکوئ، او له څه تيریږئ. له همدې کبله ستاسې پاملرنه د هغوی محصول دی، هر هغه څه چې تاسې راجذب کړي، هغه درباندې خرڅوي.
له همدې کبله هره هغه محتوا چې د احساساتو سبب شي، ګرم بازار لري. قهر، ويره، هیجان، اختلاف، کرکه، ټوکې دا تر ټولو ښه بازار لري. همدا څه بیا ستاسې د فکر او نظر سبب ګرځي.
فکر وکړئ تاسې د کډوالئ، کاروبار، سياست، مذهب يا ټولنيزو موضوعاتو په اړه کومه ويډيو وينئ. وروسته چې وينئ په دوامداره توګه له همداسې ويډیو او محتواوو سره مخ کيږئ، فکر کوئ چې دا ټول وطن يا پر کډوالئ روان دی يا پر سياست بوخت دی. خو په اصل کې الګوريتم پوه شوی دی چې تاسې ته دا ډول محتوا په زړه پورې وي، راوړاندې کوي يې او له احساساتو مو ګټه اخلي.
په دوامداره توګه ورته څه ليدل، انسان هماغه لوري ته بيايي. د کورنۍ دوه غړي به يو ځای سره ناست وي، يوه ټولنيزه شبکه به کاروي، خو دواړو ته به مختلفه محتوا راځي. دغه تاسې ته عيار شوې محتوا رښتيا او مهم نه دي او نه همدا واقعيت دی، بلکه هغه څه دي چې ستاسې خوښيږي.
څه چې مو دغو شبکو ته راکاږي، هماغه به وينئ.
په دوامداره توګه، يو ډول محتوا مصرفول مو پر فکر او نظر اغيز کوي. هماغې ته ورته فکر خپلوئ. له مخالف نظر سره مو زغم کميږي. يو څوک به ډير ښه نظر، ابتکار، نوی مهارت يا بل څه معرفي کړي، خو که چیرې پخوا چا ورته څه نه وي لیدلي، نو بې ځایه به ورسره مخالفت کيږي. ممکن دا الګوريتمونه يې هیڅ چا ته ونه ښيي، ځکه چې دا ډول محتوا نه شته، نو ځکه مينه وال نه لري.
دلته زموږ بحث د دغې الګوريتمونو پر ښه والي او بدوالي نه دی، بلکه دا دی چې دا څوک ټاکي چې موږ څه ووينو او څه نه؟
همداسې لدې زموږ د لټې او هڅې انګيزه هم کميږي، د دې پر ځای چې دا ولټوو چې دې پسې بايد موږ څه زده کړو؟ خبره دې ته راځي چې ښه دا دومره ويډيو او ساعتيري مې وکړه، اوس بل څه وکړم چې ساعت مې نور هم تير شي؟
نن سبا خبره د ځان پوه او باخبره ساتلو نه ده، بلکه دا ده چې موږ کوم معلومات مصرفوو؟، دا داسې دي لکه څوک چې په دوامداره توګه خوندور خواړه خوري، خو ضرور نه ده چې صحي دې هم وي. دغه خوراک به يې په دوامداره خوشحاله وساتي، خوند به هم ترې اخلي، له شا او مخې به هم پړسيږئ، خو تر ټولو مهم آیا روغ به پاتې شئ؟
د دغو وسيلو کارولو پر مهال يا له هغې وړاندې بايد یو څوک پوه شي، چې څه ترې غواړي يا ولې آنلاين دی؟ مخکې لدې چې وخت مو بې ځايه مصرف شي، بايد هدف مو معلوم وي.
ورسره، مخالف نظرونه ولټوئ، هغوی چې ستاسې پر فکر نه دي، هغه تعقيب کړئ، د هغوی ليکنې ولولئ، يوازې دې ته مه کينئ چې دغه فيډ/الګوريتم تاسې ته ستاسې د خوښې محتوا راوړاندې کړي.
نن ډيجيټل يا د کمپيوټر پوهه بايد یوازې د کمپيوټري پروګرامونو او ټليفونونو کارول نه وي، بلکه کاروونکی بايد ورسره پوه شئ چې موږ ته رارسيدونکي معلومات له کومه راځي، منابع يې څه دي او څومره رښتيا دي.
پرون د معلوماتو نه شتون ستونزه وه، نن يې ډيروالی جنجال دی، بايد پوه شو چې کوم معلومات موږ ته راورسیږي يا څرنګه يې پيدا کړو. کله چې معلومات تاسې پسې وګرځي، نو بايد پوه شئ چې څرنګه پر خپلې پاملرنې پام وکړئ او خپل د ښو او بدو پيژندنې قضاوت وساتئ.
ورته ليکنی: له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، د ستونزې بيان او معلومات، د معلوماتو واکداري






Leave a Reply