يو څوک بيوزله وي، هغه ارزانه شی اخلي ځکه چې د ګران څه اخيستو وس نه لري. يو بل څوک سپما کړي، هغه له بې ځايه لګښتونو ځان ساتي او خپلو مصارفو ته متوجه وي. بيا بخيل وي، هغه څوک چې وس يې لري خو بيا هم ارزانه پسې ګرځي سره لدې چې ښه به پوهيږي دا ارزانه ورته د کيفیت، روغتيا، خوندتيا، دوام يا آن د انصاف پر بيه تماميږي.
ستونزه پر بيه د يو څه خوښولو په وړاندې دريدل نه دي. ستونزه دا ده چې بيه يوازينی ټاکونکی اصل وي، پداسې حال کې د نن ارزانه درته په اوږده کې د ارزښت او اوږدمهاله لګښتونه له اړخه ګران پریوزي.
بخيل بنده همیش ارزانه پسې ګرځي، هوښیار بنده بيا دا وايي چې څه مې په کار دي هغه په څو ارزي؟
د نن ارزانه اوږدمهاله بيه لري، مثلاً:
- يو څوک ارزانه پوښاک يا څپلئ اخلي، خو په کال کې به يې څو ځل بدلوي؟
- د ابادۍ او ساختمان لپاره ارزانه مواد کاروي، خو بيا به يې په دوامداره جوړولو او ترمیم څومره مصرفوي؟
- د کور يا دوکان لپاره د بې کيفیته بريښنا سيمان او نور مواد کاروي، خو سبا چې شارټي وکړي او ټول تعمير يې ايره شوی وي، ګيله من هم دا وي.
- د موټر پر ترمیم به مصرف نه کوي، خو وروسته به بيا د موټر جوړوونکی او مستريان ملامته بولي.
- په دوامداره توګه مستعمل او بې کاره وسايل اخلي، خو کله چې مات شي، نو بیا وايي چې پدې وطن کې هیڅ ښه شی نه پيدا کيږي.
ارزانه شی ممکن په اوږده کې ښايي ارزانه پاتې نه شي.
همداسې د روغتيا مثال درواخلئ، يو څوک کولای شي چې ښه خوراک وکړي، ښه طبیب ته ولاړ شي، پر خپله روغتيا پام وکړي، ښه درمل واخلي، خو بيا هم د سرک سر خوراک کوي، په خپل سر د ګوګل پر مشوره درمل اخلي، ورزش او تمرين يې نه وي، ارزانه درملو پسې ګرځي، بيا یې چې شيينه کار پريږدي، ښکنځل بل ته کوي.
مهمه او اساسي پوښتنه د لومړيتوبونو ده، چې څه چا ته مهم دي؟ ممکن یو څوک به وغواړي چې ښه ټليفون ولري، خو وبه نه غواړي چې تر ټولو ښه او ګران روغتون ته ولاړ شي.
لدې سره بیا له بل څخه د توقعاتو بحث دی. موږ له بل څخه د تر ټولو ښه تمه لرو، خو خپله ورته بيا څه برابروو. مثلاً
- موږ د بهترين خدمت او مسلکي سلوک تمه لرو
- بهترين او وړ کارکوونکي غواړو
- تر ټولو بهترين توکی غواړو
- د خپل کار لپاره تر ټولو لوړ معاش او امتيازات غواړو
خو، کله چې يې بيا له نورو اخلو يا نورو ته يې وړاندې کوو، نو ورسره پر بيه چنې وهو او هڅه کوو چې هر څومره يې راکمولی شو، همدومره يې ترې کموو.
موږ له نورو غواړو چې زموږ د کار قدر وکړي، خو ځينې وخت دا نه منو چې د بل کار هم مهم دی او د هغې د زحمتونو او هڅو هم بايد درناوی او قدر وکړو.
چنې وهل بد نه دي، پر بيه غږيدل مهم دي، هر څه بايد ړانده قبول نه شي. خو ستونزه هغه وخت رامنځ ته کيږي چې تاسې يو کارکوونکی، قراردادي، خدمت برابروونکی او نور تر ټولو ټيټې بیې ته مجبور کړئ، خو کار ترې بيا تر ټولو ښه او ګران غواړئ. مثلاً
- تر ټولو ارزانه برقي تر ټولو ګران کور ته راولئ.
- له ماهره کاريګر سره د هغې پر مزد چنې وهئ، خو په پای کې بيا د کار له کيفيت ګيله من ياست.
- تر ټولو ارزانه روزنه يا مشاورتي همکاري خوښوئ، خو بيا د نړيوالې کچې خدمت غواړئ.
- تر ټولو ارزانه او کباړ مال اخلئ، بیا واياست چې په دې وطن کې هیڅ اصل شی نه پيدا کيږي.
بيوزلي محدوديت دی، يعنې بيوزله شخص ممکن هره ورځ کم کم شيان واخلي، ارزانه بوټان وپيري، هره ورځ کرايه ورکړي، ډاکتر ته تګ وځنډوي، دا ټول د هغې د حالاتو له کبله محدوديت دی.
خو، بخيل هم همدا کارونه کوي، د هغې لپاره دا بيا عمدي پریکړه ده. هغه سره لدې چې وس يې لري، قصداً له همدې لارې مخکې ځي.
بيوزله سړی ممکن ارزانه شي ته بند پاتې وي، خو بخيل يې قصداً خوښوي او همدې ته خوښ وي.
کاروبارونه او ادارې هم د بخل ستونزه لرلای شي، مثلاً:
- دوی تر ټولو بهترين کارکوونکي غواړي خو تر ټولو ټيټ معاش او امتيازات ورکوي.
- بهتره او باوري سيسټمونه غواړي، خو ټول سوفټويرونه او پروګرامونه يې غير قانوني او بې اجازې وي.
- ښه ساختماني موادو پسې ګرځي، خو قراردادي پر بيه او تر ټولو ارزانه هغه خوښوي.
- له مشتريانو د وفادارئ او راتګ تمه لري، خو خدمات يې په صفر کې ضرب وي.
- ښه مشاورين او رزونې غواړي خو پروپوزلونه پر بيه ارزوي.
او د دې هر څه په پای کې بیا له نتایجو ناراضه وي، چې ولې ښه څه ته نه رسيږي.
داسې نو نه کيږي چې په دوامداره توګه به ارزانه اخلئ، خو بيا به د بهترین تمه لرئ.
د پيريدنې/ خريد بيې پر ځای عمومي بيې ته وګورئ.
يو څه به په لنډه کې ارزانه ښکاره شي، خو هغه په اوږده کې د ترمیم، بدلولو، پرزو، روغتيايي ستونزو، پيداواري جنجالونو، باور له لاسه ورکولو، خدماتو ضعف، خوندتيا، وخت ضیاع او نورو بيه هم لري، بيه يوازې يو اړخ دی.
ارزانه بد نه دی، ځينې وخت تر ټولو ښه بديل همدا ارزانه وي، خو تل ارزانه پسې تګ بيا ښه نه وي.
په خپلو محدوديتونو او ارزښتونو کې ژوند خپل کمال لري. په سپما کې عقل دی. خو کله چې موږ د يو څه وس لرو خو بيا هم د خپلې روغتيا، کيفیت، خوندتيا او انصاف پر بيه ارزانه څه اخلو، نو دلته بيا سپما پر بخل اوړي.
څه چې مهم نه وي، هغه ارزانه ښه دی. خو څه چې مهم وي، او ارزانه يې تاواني وي، د هغې ارزانه اخيستل بيا ظلم دی.
ورته ليکنی: د ژوند څلور تضاده، کاروبار: د نوکيا ناکامي، د کال ارزونه، د ودې ستراتيژي، ګيله من که بدلوونکي






Leave a Reply