پروژه لکه چې مو وويل ټاکلې موده لري چې پدې ټاکلې موده کې بايد له معلومې بودجې سره د ټاکل شوي کيفيت سرهاړوندهپايله رامنځ ته کړي، د پروژې محدوديتونه په دوه کتګوريو ويشل کيږي چې يو يې درې ګوني محدويتونه يا Triple Constraints او بل يې شپږګوني محدوديتونه يا Six Constraints بلل کيږي.
محدوديت موږ هغې پديدې، ننګونې يا فکتور ته وايو چې پروژه، پروګرام يا پروسه د عمل پر مهال محدوده يا منفي اغېزمنه کړي، پروژه د خپل عمل په جريان کې له بيلابيلو پړاوونو تيريږي چې هر پړاوو خپلې ننګونې او لاسته راوړنې لري د ښه پلان، زيرمو او مناسب عمل له لارې موږ کولای شو چې پروژه د بريالي پايلې په لور رهبري کړو.
درې ګوني محدوديتونه
پدې محدوديتونو کې مهالويش (schedule)، بوديجه (budget) او پروژې کاري حدود (scope) شامل دي، چې د دې مثلث په منځ کې کيفيت دی، يعنې پروژه بايد له داسې مهالويش سره په ټاکلې بوديجه کې د پروژې کاري اهداف لاسته راوړي چې ټاکل شوې کيفيت نه زيانمن او نه ترې څه ډېر شي.
مهالويشموږهغهوختتهوايوچې دپروژېجريان لپاره ځانګړی شوې وي، او بوديجه هغه مالي زيرمې دي چې د پروژې په اختيار کې د ټاکلې پايلې لاسته راوړلو لپاره ورکول کيږي، پروژې کاري حدود Scope هغه څه دي چې پروژه يې بايد د پايلو يا پيداوار لاسته راوړلو لپاره تير کړي.
د پروژې مديريت منل شوي معيارونه وايي چې د پروژې کيفيت بايد کټ مټ تعقيب او لاسته راوړل شي، عامه توګه فکر کيږي چې د پروژې له ټاکل شوي کيفيت څخه بايد ټيټ کار ونه شي خو که ښه شي نو هغې کې څه نقص نشته خو دا خبره مسلکي نه ده، په مسلکي چاپيريال کې بايد پروژه کټ مټ له کيفيت سره سمه عملي شي، له کيفيته لوړه پايله يا پيداوار رشوت بلل کيږي، چې مسلکي يا ښه کړنه نه ده، او د مشتري توقعات بې ځايه کوي.
شپږ ګوني محدوديتونه
پروژه د مهالويش (Schedule)، بودجې (Budget)، کيفيت (Quality)، کاري هدف/حدود(scope)، زيرمو (Resources) او ريسک/ خطر (Risk) په شکل کې شپږ محدوديتونه لري، دا محدوديتونه له پروژې سره له اولې ورځې مل وي.
وخت چا ته نه دريږي او د نه د پروژې مدير په واک کې وي نو هغه بايد دوامداره کار وکړي تر څو وکولای شي پروژه خپلې پای په لور وخوځوي ورسره بوديجه معلومه وي او په هماغه معلومه بودجه کې بايد پروژه سر ته ورسول شي خو څرنګه چې له وخت سره لګښتونه ډيريږي نو ځکه د پروژې په بوديجه کې محدودول هم يوه ننګونه ده. له څيړنو بريښي چې د پروژو ډيره لوړه فيصدي د خپلې بوديجې او مهالويش له چوکاټه وځي، يعنې له خپل وخته ناوخته او له خپل لګښته ګران وي.
پروژه د ټاکلي هدف او چارې لپاره په کار اچول کيږي دا چاره د پروژې په پيل کې په خلص ډول او وروسته د پلان پر مهال تشريحي بيانيږي، او همداسې موږ د پروژې د اجرا پر مهال د همدې چارې لاسته راوړلو لپاره هڅه کوو، د پروژې مشر يو مسؤليت دا هم دی چې پروژې يوازې تر هغه څه محدوده وساتي چې د پروژې په پيل کې په هغې کې شامل وو، ځکه اکثره وخت داسې کيږي چې د پروژې په چارو کې د بيلابيلو دخيل اشخاصو يا واحداتو له لورې بيلابيل څه شامليږي او د پروژې هدف نور هم بې ځايه غځيږي چې Scope Creep بلل کيږي.
د پروژې هدف چې هر څه وي دا هم مهمه ده چې وګورو آیا د هغه هدف لاسته راوړلو لپاره اړونده زيرمې لرو په زيرمو کې له بشري منابعو نيولې او تر اړونده قوانينو او کړنلارو ټول شاملوو، د زيرمو شتون او نه شتون د پروژې پر برياليتوب او ښه پرمختګ مستقيمه اغيزه ښندي.
ريسک موږ هغې احتمالي پديدې ته وايو چې د پروژې پر چاره مثبت يا منفي اغېزه کړي، منفي اغيزه د خطرونو سبب ګرځي او د پروژې دوام له ګواښ سره مخ کوي، خطرونه موږ د انتقال، مخنوي، اغيزې کمښت، قبلولو او يا پروژې بندولو له لارې مطرح کوو، ورسره مثبت ريسکونه چې فرصتونه هم ورته ويلای شو د وسعت، شريکولو او قبلولولهلارېمطرح کوو.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ