وخت او مطالعه

هر څه په لوستلو نه ارزي، خو بيا له مطالعې او زده کړې پرته هم نه کيږي. ليک لوست يو زده کيدونکی مهارت دی، چې د تعليمي نظام او شخص ودې او پرمختګ پریکنده برخه پر همدې ولاړه ده، خو بيا د دې مهارت زده کړه د هر چا لپاره ډيره راښکونکی هم نه وي.

ډير زده کوونکي د همدې مهارتونو له کبله په ښوونځيو کې له ستونزو سره مخ شوي وي، نو ځکه چې له تعليمي پړاوه فارغ شي، کتابونه هم له سترګو پناه او المارۍ ته کړي، او مطالعه ورته د ژوند په کړاوونو کې يو اضافي بار ښکاري.
لوست وخت غواړي، خو وخت محدود او علم بې پايه، پوهه د ټول بشر ګډ ميراث دی، تر ننه چې څومره پوهان تير شوي دي هغوی ټولو دغې خزانې ته يو څه ورکړي دي، له همدې کبله زموږ نننۍ پوهه ډيره بډايه ده، او د هر څه لوستل د بشر له توانه اخوا خبره ده.
ورسره د انسان ژوند هم محدود دی، هر يو دا ټاکي چې د محدود ژوند دا وخت چيرې مصرف کړي، نو که چيرې مطالعې ته کيني بايد پوه شي چې دغه وخت په څه ډول پوهه تبادله کوي.

د خوند او تفريح لپاره ليک يا لوست ډير کم دي، لوستل ممکن يو څه آسانه وي، خو ليکلو ته بيا هر څوک زړه نه ښه کوي، اما دا په دې معنا نه ده چې خلک د ويلو لپاره څه نه لري. اساسي ستونزه د څرګندونې د طريقې ده، د محتوا نه ده.
بیلابيلې څيړنې ښيي چې په نړيواله کچه لیکل او لوستل مخ په کميدو دي، خو په مقابل کې د محتوا جوړول ډير شوي دي، خلک به ليکل کم کړي خو هره ورځ په سلګونو انځورونه، ويډيو، سندرې، غږيز پيغامونه او نور تولیدوي او شريکوي.
د ټکنالوژۍ له ګړندي پرمختګ سره د ليکلو او لوستلو لپاره وخت د دغو وسيلو د استعمال قرباني شوی دی، د مصنوعي ځيرکتيا وسيلو له پرمختګ سره تاسې يوازې څو کلمې ورکوئ، هغوی درته بشپړ متن جوړوي. همداراز، ځيرک وسايل کولای شي متن درته ولولي، خبرې مو ثبت او ليکلي بڼه ورکړي، چې دا چاره هم د ليک لوست اړتیا کموي.
اوس خو مصنوعي ځيرکتيا داسې موډلونه هم شته چې تاسې ورته يو څه واياست او هغه درته د هغې پر بنسټ انځورونه يا ويډيو جوړوي.
يوه زمانه کې د معلوماتو د ثبت وسيله يوازې لیک وو، هغه هم هر چا نه شو ليکلای، بيا کتابونه شو چې په لاس ليکل کيدل او يوازې شتمنو يې د اخيستو توان درلود، د چاپ له ماشين سره د کتابونو چاپ صنعتي شو، کتابونه عام شو، خو ورسره د معلوماتو د ډيروالي ستونزه راپيدا شوه.
خلکو به يوازې هغه څه ليکل چې په ليکلو ارزيدل، يعنې د ليکلو خواري ډيره وه نو ځکه خلکو هر څه نه ليکل، کله چې د چاپ د ماشين له کبله د کتاب چاپ آسانه شو، نو ليکلو او لوستلو تجارتي بڼه خپله کړه، هر چا چې هر څه ته زړه وو، هغه به یې ليکل، چې ورسره لوستونکو هم اختيار پيدا کړ چې يوازې د خپلې خوښې محتوا ولولي او له نورو ډډه وکړي، آن ځينې نظامونو خو هغه کتابونه هم سوځول چې د دوی له خوښې سره برابر نه وو.
اوسني وخت کې دا ستونزه لا پراخه شوې ده. د محتوا توليد بې‌ ساري حد ته رسېدلی، چيرې چې هر څه – له ويډيوو او غږونو نيولې، تر انځورونو او لنډو ليکنو پورې – ثبت او خپريږي. خلک د خپلو ځيرک تليفونونو له لارې دا واک لري چې يوازې هغه مواد وګوري او واوري چې زړه يې غواړي.
اوس په دغې سيالۍ کې خبره د ګټورې پوهې او معلوماتو نه ده، بلکه د شهرت او ساعتيرئ ده، هر هغه معلومات چې ډيرو خلکو ته ورسيږي، شهرت يې ډير وي او خلکو ته ساعتيره ښکاره شي، هغه پراخه خپريږي.

ښايي له ځينو سره دا فکر وي چې دغه ښه کار دی، ځکه يو څه خو به زده کړي، خو دا يو منل شوې حقيقت دی چې له ټولنيزو شبکو په ځانګړي ډول او د ټکنالوژۍ له وسيلو په عمومي توګه زده کړه نه کيږي، له زده کړې هدف له بنده سره د پوهې پاتې کيدل دي، يعنې له دغو وسيلو لاسته راوړل شوي معلومات له انسان سره نه پاتې کيږي.
دغه وسيلې داسې طراحي شوي دي چې د انسان ذهن په دوامداره توګه فعاله او له ځان سره وساتي، نو ځکه د معلوماتو جذب او زده کړې ته يې نه پريږدي او د يوې محتوا له لوستلو يا مصرفولو سمدلاسي وروسته بايد بلې ته ولاړ شي.
غواړئ چې يو څه مو په ذهن کې پاتې شي، نو زده کړه متنوع کړئ، بیلابيل مضامين د بیلابيلو وسيلو له لارې ولولئ، له لوستلو وروسته يې وليکئ، او له چا سره يې شريک کړئ. د زده کړې تر ټولو غوره لار نورو ته ښودل دي.
وخت مو لنډ دی خو پوهه بې پايه، هغه څه ولولئ چې تاسې ته ارزښت لري، د تفريح او آرامتيا سبب مو ګرځي، د ځان وده پکې وينئ. هر څومره چې مطالعه کوئ، لولئ همدومره مو دغه مهارت او د هوښيارتيا عضله غښتلې کيږي.

څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، د رښتياوو زغملو کچه، د مشرۍ نشه او حرص – ۴، ساعت تيره پوهه   ، د بې وسئ زده کړه  ، تعليم او د عايد تمې، هوښيارتيا


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

40 responses to “وخت او مطالعه”

  1. nazarkhalil Avatar
    nazarkhalil

    [heart] Nazar KHALIL reacted to your message:

  2. […] ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، مشري: مشوره، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه […]

  3. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه […]

  4. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  5. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  6. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  7. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  8. […] ليکنی: ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او […]

  9. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه […]

  10. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه […]

  11. […] مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او […]

  12. […] مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او […]

  13. […] مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او […]

  14. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره […]

  15. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  16. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره […]

  17. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د […]

  18. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره […]

  19. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره […]

  20. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  21. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره […]

  22. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د […]

  23. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره […]

  24. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د […]

  25. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره […]

  26. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د […]

  27. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره […]

  28. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  29. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  30. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  31. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  32. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  33. […] ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  34. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  35. […] څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د […]

  36. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  37. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  38. […] ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  39. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر […]

  40. […] ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، نور ناپوهه […]

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading