ډير مبارزين کوي چې په هغه کړنلارو چې زموږ پخوانۍ مبارزه او چارې بریالۍ شوې، نو همدا کړنلاره به راتلونکي کې هم د هر څه لپاره کار وکړي، خو نوي حالات نوې کړنلارې او فکر غواړي. دلته هدف له مبارزينو څخه هر هغه څوک دي چې د يوه هدف لاسته راوړلو په هڅه کې دي.
بل اړخ ته بيا دوامداره اړيکه ده، که پخوا به د ليک ځواب مياشتو وخت نيوه، يا به مجنون د ليلی له کوڅې تيريدو ته هم خوشحاله وو، نن د ټکنالوژيو له برکته د سهار له اقرارونو د شپې تر ويدو کيدو د مئينانو هر ګام څارل کيدای شي، او دا دوامداره آنلاين او د ټکنالوژيو وسيلو کارول پر تعلقاتو او خپلويو اغيزه لري.
د ټکنالوژيو لومړی فکر د هغې د کشفوونکو فکر وي او ورپسې هغوی وي چې دا ټکنالوژۍ په لومړي ځل خپلوي او دا ترتيب همداسې پر مخ ځي، وروسته يوه حالت ته رسيږي چيرې چې تر ټولو ښه کاروونکي يې تر ټولو څرګنده وي، خو دلته له ښه څخه هدف په اخلاقي لحاظ نه ښه دی، بلکه ښه هغه دي چې وسيله پر خپله ګټه وکاروي، او هغوی چې د دې کاروونکي له فکر سره سم نه وي، د ښکنځلو، ګواښنو او نورو له لارې يې له دې وسيلو بيزاره کړي، يا يې خپلې خبرې پورې حيران کړي
د نيوټن د خوځښت قانون دی، چې وايي يو توکی تر هغې په خپل حالت کې دی تر څو چې يوه بهرنۍ قوه يې حالت بدل نه کړي، يعنې که يو څه په ولاړ حالت کې وي تر هغې به ولاړ وي تر څو چې بهرنۍ قوه يې ونه خوځوي، او يو څه چې په خوځښت کې دي، تر هغې به خوځيږي تر څو چې بهرنۍ قوه يې ونه دروي.
که په راتلونکي کې وده غواړئ، د شخص، ادارې، هيواد په توګه ځان بايد وخوځوئ، هغه عوامل به راپيدا کوئ چې ستاسې د ودې سبب ګرځي، تر څو چې هغه بهرنۍ قوه که هغه مهارت وي، پوهه، سلوک، راشه درشه، سياسي ځيرکتيا، هر څه چې وي، ونه پيژنئ، ونه يې کاروئ، تر هغې به مو اوسنی حالت بدل نه شي.
د امپراطوريو په عروج او زوال کې يو تر ټولو اساسي او کليدي بحث د هغه امپراطورئ له پوهې سره جوړښت دی، د تاريخ هره امپراطوري چې راواخلی هغه وخت يې سقوط ته لار پرانيستی چې د علم پر ارزښت يې سترګې پټې کړي دي.
زموږ راتلونکی نامعلومه ده، خو عادتونه، مهارتونه او پوهه موږ ته دا ټاکلی شي چې راتلونکی مو بايد څرنګه وي، د پيغمبر (ص) د مبارکې وينا پر دې مفهوم دا بحث راټولوم چې بهترين عبادت دوامداره عبادت دی، آن که اندکه هم وي، هر هغه څه چې دوامداره کوئ هغه ستاسې راتلونکی ټاکي، اوس نو تاسې پورې ده چې تاسې دا خپل ژوند پر څه تيروئ او څومره ارزښت ورکوئ.
ټکنالوژي انساني فکر، توان، ځواک او پوهه پراخوي، د نن ټکنالوژي له پرون سره توپير لري، انسان که پرون د آس مهارولو، باروت کشفولو، اورګاډي جوړولو، بریښنا او کمپيوټر کشف ته خوښ وو، نن له ځمکې پښې سپکوي، د کهکشان تنابونه ورته لنډ ښکاري، دا هماغه انسان دی چې پر دې عقيده لري چې الله ورته هر څه په دې جهان کې د تسخير او ژوند آسانولو لپاره پيدا کړي دي، خليفه دی واک لري چې له خپلې پوهې نيولې د کهکشانونو تر تنابونو هر څه د ځان ودې او د بشر ژوند آسانولو لپاره وکاروي.
ورسره دوهم د مهارت بحث دی، دا شخص د يوه کار پر څنګه پوهيږي، خو پر ولې يې سر نه خلاصيږي، دا د هغه ماشومانو مثال لري چې تاسې ورته يو کار وواياست هغه کار درته پر بهتره توګه اجرا کړي خو که ورته ووايي چې ولې، نو وايي چې تاسې ويل، ورسره د چارو تر منځ پر ربط نه پوهيږي، يوه اداره به ښه چلوي خو پرون به له نن، او نن به له سبا سره نشي تړلای
دې سره دريېم بحث د سلوک دی، يو څوک به ښه پوه وي، مهارت به يې هم سم وي، خو اړونده سلوکونه به نه لري، لکه تاسې يوې ادارې لپاره رئيس ټاکئ، دا شخص به پوه او ماهر دواړه وي، خو له هرې دوهمې خبرې سره به درته وايي چې له ما پرته ټول غله ياست، وروسته به خبر شی چې ځوان بچي له ځان سره له کوره بوجۍ راوړې وه.
زده کړه يوه دوامداره پروسه ده، خو څرنګه چې ښوونځي او پوهنتونونه د زده کړې پر خرڅلاوو راڅرخي، خلکو ته دا فکر ورکوي يا تر ډيره خلکو دا فکر اخيستی چې زده کړه يوازې تر همدې دوو محدوده ده، يا له زده کړې هدف یوازې همدا دوه ځايونه يا اړونده موضوعات دي
څه فکر کوئ، چې د خپلې پوهې، مهارت يا ستونزو حل ابتکاري تجربې د کموالي له کبله چې هره ورځ/مياشت کم معاش اخلئ، لس يا شل کاله وروسته به درته دا ناپوهي پر څو پريوځي؟ يوازې يو اقتصادي/ مالي شميره ورکړئ چې که چيرې يو خاص مهارت مو زده کړ، او ورسره مو د هغې له کبله امتيازات ډير شو څومره به وي، که زده يې نه کړئ، دا ناپوهي به درته په څو پريوځي.
دا خلک پوهيږي چې څه وکړي خو نه پوهيږي چې څنګه؟
ورسره دوهم د مهارت بحث دی، دا شخص د يوه کار پر څنګه پوهيږي، خو پر ولې يې سر نه خلاصيږي، دا د هغه ماشومانو مثال لري چې تاسې ورته يو کار وواياست هغه کار درته پر بهتره توګه اجرا کړي خو که ورته ووايي چې ولې، نو وايي چې تاسې ويل، ورسره د چارو تر منځ پر ربط نه پوهيږي، يوه اداره به ښه چلوي خو پرون به له نن، او نن به له سبا سره نشي تړلای
دې سره دريېم بحث د سلوک دی، يو څوک به ښه پوه وي، مهارت به يې هم سم وي، خو اړونده سلوکونه به نه لري، لکه تاسې يوې ادارې لپاره رئيس ټاکئ، دا شخص به پوه او ماهر دواړه وي، خو له هرې دوهمې خبرې سره به درته وايي چې له ما پرته ټول غله ياست، وروسته به خبر شی چې ځوان بچي له ځان سره له کوره بوجۍ راوړې وه.
زده کړه يوه دوامداره پروسه ده، خو څرنګه چې ښوونځي او پوهنتونونه د زده کړې پر خرڅلاوو راڅرخي، خلکو ته دا فکر ورکوي يا تر ډيره خلکو دا فکر اخيستی چې زده کړه يوازې تر همدې دوو محدوده ده، يا له زده کړې هدف یوازې همدا دوه ځايونه يا اړونده موضوعات دي
د حل لاره يې د ځان پوهول دي، هر هغه څه چې لولئ ضرور نه ده سم وي، خپله د ازاد او ارزوونی فکر زده کول دي چې هر څه وارزولی شئ چې دا ارزونه هم پر پوهه کيږي، خپل اولاد ته آزاد فکر او پرېکړې کول ښودل دي نه دا چې تر څلويښت کلنئ د پلار پر دسترخوان ناست وي، ورته دا ښودل دي چې ابتکارات وکړي هر څه وپوښتي او ورته ځواب پيدا کړي، او په لويه کې له دولت او پوهنتونو دا تمه ده چې څيړنې وکړي، هغه هېوادونه چې پورته مو ترې يادونه وکړه يا داسې نور ورته هېوادونه د کشفياتو لپاره وزارتونه لري، نوو مفکورو ثبتولو او هغې تشويقولو لپاره قانوني لارې چارې لري او لوړ پوړي دولتي چارواکي يې پوهيږي چې زما د نن پوهه زما د سبا د ازادئ او واکدارئ تضمين دی.دا خلک پوهيږي چې څه وکړي خو نه پوهيږي چې څنګه؟
ورسره دوهم د مهارت بحث دی، دا شخص د يوه کار پر څنګه پوهيږي، خو پر ولې يې سر نه خلاصيږي، دا د هغه ماشومانو مثال لري چې تاسې ورته يو کار وواياست هغه کار درته پر بهتره توګه اجرا کړي خو که ورته ووايي چې ولې، نو وايي چې تاسې ويل، ورسره د چارو تر منځ پر ربط نه پوهيږي، يوه اداره به ښه چلوي خو پرون به له نن، او نن به له سبا سره نشي تړلای
دې سره دريېم بحث د سلوک دی، يو څوک به ښه پوه وي، مهارت به يې هم سم وي، خو اړونده سلوکونه به نه لري، لکه تاسې يوې ادارې لپاره رئيس ټاکئ، دا شخص به پوه او ماهر دواړه وي، خو له هرې دوهمې خبرې سره به درته وايي چې له ما پرته ټول غله ياست، وروسته به خبر شی چې ځوان بچي له ځان سره له کوره بوجۍ راوړې وه.
زده کړه يوه دوامداره پروسه ده، خو څرنګه چې ښوونځي او پوهنتونونه د زده کړې پر خرڅلاوو راڅرخي، خلکو ته دا فکر ورکوي يا تر ډيره خلکو دا فکر اخيستی چې زده کړه يوازې تر همدې دوو محدوده ده، يا له زده کړې هدف یوازې همدا دوه ځايونه يا اړونده موضوعات دي
هر انسان تمايلات لري، له تمايلاتو هدف خاص فکر او خاص سلوکونه لري، په يوه خاص چاپيريال او دايره کې له خاصو خلکو سره اوسيږي، دا ټول د ده پر کړه وړو اغيزه کړي، او کله کله چې پوه شي چې له دې دايرې وتل ما له ستونزو او ننګونو سره مخ کوي، نو له دې دايرې نه وځي او هغوی چې د ده له فکر سره مخالف نظر ولري يا لدې دايرې بهر ژوند کوي، نيمګړې او فاسد يې بولي.